د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا هلمند ولایت ته ولاړ

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۹:۱۶
د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا هلمند ولایت ته ولاړ

د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ او ستاینې په موخه نن هلمند ولایت ته ولاړ.

د هېواد لوی درستیز د هلمند له والي او امنیتي چارواکو سره په ګډه امنیتي غونډه کې ګډون وکړ، امنیتي راپور یې واورید او د هلمند د وضعیت د لا ښه والي په موخه یې لازم هدایات صادر کړل.

د وسله وال پوځ لوی درستیز د هلمند امنیتي چارواکو ته یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د ملي دفاع وزارت رهبري ددغه ولایت د امنیت لا ښه والي ته جدي او هر اړخیزه پاملرنه لري.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۲۲:۳۱
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر له هیواد څخه بهر میشتو هیوادوالو سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له یو شمېر هغو هیوادوالو سره چې په اروپا او ځینو نورو هیوادونو کې میشت دي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره هیواد ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او د وسلوال پوځ لوی درستیز د سیمیزو قطعاتو له مسؤلینو سره په VTC (ویډیو کنفرانس) کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" او د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د سیمیزو قول اردوګانو، قطعات او جزوتامو له مسؤلینو او. . .

جمعه ۱۴۰۳/۱/۱۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د وسله وال پوځ لوی درستيز او حکومت د کابینې غړو په ګډون کې د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنه منسوبينو فراغت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شو

د ملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنو ځوانو منسوبينو فراغت نن د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین " فطرت"، د لوړو زده کړو سرپرست شیخ ندا محمد " ندیم"، چارواکو، علماء. . .

بېرته خبرونه ته