د هېواد دفاعي او امنیتي بنسټونو چارواکو د کندز امام صاحب د وروستۍ پېښې ځای ته سفر وکړ

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۵ - ۹:۳۶
د هېواد دفاعي او امنیتي بنسټونو چارواکو د کندز امام صاحب د وروستۍ پېښې ځای ته سفر وکړ

د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان د یو پلاوي سره، چې پکې د رییس الوزرا استازی، د کورنیو چارو او د استخباراتو عمومي ریاست مرستیالان شامل وو، د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند د «خانقا» جومات د وروستۍ پېښې ځای د لېدنې او بررسي په موخه ولاړل او د یادې پېښې د شهیدانو، ټپيانو او د هغوی وارثینو سره يې خواخوږي څرګنده او ډاډګیرنه يې ورکړه.

ياد پلاوي په مسجد کې د بې ګناه مسلمانانو وژنه یو وحشي عمل وباله او د دا ډول بريدونو موخه یې د دیني عالمانو او ملکي کسانو په شهادت رسول یاد کړل.

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي، د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ د پېښې د عاملینو پيداکول او د عدالت مېز ته په راکش کولو ټینګار وکړ.

له بلې خوا دغه پلاوي د شهیدانو کورنیو او پاتې شوو ته نغدې پیسې هم ډالۍ او په راتلونکي کې د یاد جومات په معیاري توګه د بیا ترمیم خبر ورکړ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته