د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د ۲۰۹ شاهین قول اردو سیمه ایز روغتون کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ټپيانو پوښتنه وکړه او ډاډګیرنه یې ورکړه

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۲۰:۱۶
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د ۲۰۹ شاهین قول اردو سیمه ایز روغتون کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ټپيانو پوښتنه وکړه او ډاډګیرنه یې ورکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي نن د خپل سفر په بهیر کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو سیمه ایز روغتون ته ولاړ او هلته یې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پوښتنه وکړه او ډاډ ګیرنه یې ورکړه. 

د ملي دفاع سرپرست وزیر د هېواد او خلکو د هوساینې او دفاع په لاره کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو سرښندنې, اتلولۍ او د خپلو خوږو ځانونو څخه تېریدلو له کبله ترې قدردانی او مننه وکړه, د دوې برحقه مبارزه یې د راتلونکو نسلونو له پاره ویاړ وباله.

ټولو ټپيانو په لوړه روحیه او انګیزه د هېواد څخه سپيڅلې دنده خپله هېوادنۍ او دیني وجیبه یاده کړه او ټينګار یې وکړ, چې د بشپړې روغتیا وروسته به بیا ځلې د جنګ ډګر ته ځي, د هېواد او خلکو د دښمنانو پر وړاندې به جنګیږي.

همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزیر د ۲۰۹ شاهین قول اردو ساحوي روغتون د صحي ټیم په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې د دغه روغتون ستونزې او نیمګړتیاوې وڅیړلې او مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې چې ستونزې یې حل کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته