د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د قطر لوی درستيز سره وکتل

s.mohmand
جمعه ۱۴۰۱/۴/۱۷ - ۲۳:۳۵
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د قطر لوی درستيز سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب «مجاهد» او ور سره مل پلاوي نن له غرمې وروسته د قطر هېواد له لوی درستيز الفريق الرکن سالم حمد عقيل النابت سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په امنيتي او دفاعي برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په باب بحث او خبرې وکړې.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د دوست هېواد قطر د همکاریو مننه وکړه او د لا زیاتو همکاریو غوښتنه یې وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته