د ملي دفاع سرپرست وزیر د ستر درستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ له مراکزو څخه لیدنه وکړه

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۹:۲۱
د ملي دفاع سرپرست وزیر د ستر درستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ له مراکزو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" په داسې حال کې چې د روغتیایي چارو قوماندان الحاج دوکتور محمدطاهر "احرار" یې ملتیا کوله د ستر درستیر د روغتیایي چارو قوماندانۍ له بېلابېلو نویو جوړې شویو څانګو او پولیکلینک څخه لیدنه وکړه.

د روغتیایي چارو مسؤلینو او ډاکټرانو خپل ګذارشونه، پشنهادات، فعالیتونه، لاسته راوړنې او همدارنګه نوې فعالې شوې څانګې اندوکرینولوژي، سيټي سکن دستکا، او طبي ماشین الاتو فعالیدل له رهبري سره شریک کړل.

ورپسې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له ناروغانو سره د نیک چلند په کولو او نویو څانګو او ماشین الاتو په فعالیدلو سره د دوی شپه او ورځ هڅې وستایلې او همدا راز د دوی د ستونزو او مشکلاتو د حل کولو ډاډ یې ورکړ.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۲۲:۳۴
Background image

د هيواد وسله وال پوځ لوی درستیز په شمال ختیځ زون کې د ۲۱۷ عمري قول اردو او اوومې سرحدي لوا څخه لیدنه وکړه

د وسله وال پوځ لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" د هیواد په شمال او شمال ختیځ کې د ملي اسلامي اردو د ځواکونو له قطعاتو څخه د کتنې په دوام؛ کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۱۷. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۲۳:۴۲
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر او کابینې ګڼ شمیر وزیرانو د ځانګړو ځواکونو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ د عالي تعلیماتو له ښوونځۍ د دویمې دورې څخه ۸۹۷ تنه ځوان عسکر د عقیدوي زده کړو ترڅنګ د کمانډویي تعلیماتو له شپږ میاشتني بیلابیلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۲۲:۴۴
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر د ترکیې هیواد له نوي سفیر سره وکتل

نن ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د ترکیې هیواد له نوي سفیر جنک اونال سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه او د. . .

بېرته خبرونه ته