د ملي دفاع سرپرست وزير په کابل کې د ترکيې له سفير جهاد ارګين آی سره وليدل
تيره ورځ د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب «مجاهد» په کابل کې د ترکيې له سفير جهاد ارګين آی سره په خپل کاري دفتر کې وليدل.
په دغه ليدنه کې د ملي دفاع سرپرست وزير د یاد هېواد له لوري د بشري مرستو او اقتصادي همکارۍڅخه د مننې ترڅنګ، د دوه اړخيزو اړيکو پر پیاوړتیا، په راتلونکي کې د لا زياتو اقتصادي همکاريو او پر يو شمېر نورو مسايلو خبرې وکړې.