د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو سرپرست وزيرانو د ۲۰۳ منصوري قول اردو د بېلابېلو برخو څخه لېدنه وکړه

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۳۰ - ۱۶:۱۵
د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو سرپرست وزيرانو د ۲۰۳ منصوري قول اردو د بېلابېلو برخو څخه لېدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب «مجاهد» او د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير خليفه سراج الدین «حقاني» پکتیا ولایت ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د بېلابېلو برخو څخه لېدنه وکړه.

په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه د "منصوري" قول اردو په مقر کې جوړ شوي وو، د قول اردو د رهبرۍ د راپورونو له اورېدو وروسته، د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير د دوی فعالیتونه او لاسته راوړنې مثبتې وارزولې او يو شمېر مجاهدين يې په نغدي ډاليو وهڅول.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزير د خپلو خبرو په یوه برخه کې د اسلامي امارت مجاهدینو ته د یووالي، همغږۍ، اطاعت او د مشرانو د اوامرو په تطبيق او له خلکو سره په ښه چلند سپارښتنه وکړه.

په اخر کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرست وزيرانو د دغه قول اردو له سوق او ادارې، ورکشاپونو، روغتون او بېلابېلو څانګو څخه لېدنه وکړه او د شته ستونزو د حل په موخه یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۹:۲۱
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر د ستر درستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ له مراکزو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" په داسې حال کې چې د روغتیایي چارو قوماندان الحاج دوکتور محمدطاهر "احرار" یې ملتیا کوله د ستر درستیر د روغتیایي چارو قوماندانۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۵۰۰ تنه مجاهدینو په فراغت غونډه کې د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز مرستیالانو ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۳ منصوري قول اردو د ښوونیز پوځي مرکز څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین د درې میاشتني مسلکي پوځي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته تېره ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې فارغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۲۱:۰
Background image

د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه (۱۲۰۰) تنه مجاهدین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د سرتیرو بنسټیزو زده کړو له ښوونځي (۱۲۰۰) تنه مجاهدین له درې نیم میاشتني پوځي، نظري او مسلکي زده کړو. . .

بېرته خبرونه ته