د ملي اردو ۷۸ تنه ښځینه پوځیانې له یوه خصوصي پوهنتون څخه د لیسانس په کچه فارغې شوې

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۵:۲۱
د ملي اردو ۷۸ تنه ښځینه پوځیانې له یوه خصوصي پوهنتون څخه د لیسانس په کچه فارغې شوې

دغه مراسم چې د دنیا له خصوصي پوهنتون څخه ددغو فارغانو د فراغت په مناسبت په ملي دفاع وزارت کې جوړ شوي وو، د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال, د تعلیماتو او پرسونل په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې, د ملي اردو جنرالانو او افسرانو په شتون کې تر سره شول.

د هېواد لومړۍ مېرمن ددغو مراسمو په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې د پوځي ښځينوو له فعالې ونډې ستاینه او قدرداني وکړه وې ویل: ښځې د هېواد د نن او راتلونکي سترګې او روښانتیا او د راتلونکي نسل لپاره د سرښيندنې او مېړانې نمونه دي.

چون ښځينه پوځيانې د خپلو پوځي ورونو په خوا کې د کورنیو او نورو ښځو امنیت تامینوي او د مسلکي او روزل شویو افسرانو په توګه زیار باسي په ټولنه کې له ځانګړي ځایګي او احترام څخه برخمن شوي دي.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل د یادو فارغانو ستاینه او قدر دانی وکړه او زیاته یې کړه:" د تخصصي روزنې په تر لاسه کولو سره به د هېواد د پرمختګ له پاره کار کوﺉ, تاسې نیکبخت یاست چې د زدوکړو زمینه درته برابره شوې او ستاسو مسوولیتونه ډیر شو تر څو لوړو موخو ته ورسیږئ او دا په موږ پورې اړه لري, چې سولې او ثبات ته د رسیدو په موخه جنګي افکار په سوله ایزو افکارو بدل کړو. "

د تعلیماتو او پرسونل په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیره یوسف زاده وویل: " له قلم څخه ګټه د ټوپک برعکس د پای نیټه نه لري، او د پوهې، علم او ​​تجربې سره مبارزه به په راتلونکي کې ستاسو بریا تضمین کړي. تاسې به د راتلونکو ښځینه نسلونو, خپلو خلکو او ملت لپاره په مسلکي روزنه او د نظامي خدمت په برخه کې الګو او نمونه اوسئ."

د ملي دفاع وزارت د بشري حقونو او د جنډر د سمون رییسې مسکا کریمي وویل: "د نظامي ښځینوو د ظرفیت لوړولو لپاره هڅې روانې دي او د دې هڅو په پایله کې ۷۸ تنه ښځینه افسرانو د کمپیوټر ساینس او ​​معلوماتي ټیکنالوژۍ، ادارې او سوداګرۍ او د حقوقو او سیاسي علومو په برخو کې په بریالیتوب سره د دنیا له خصوصي پوهنتون څخه د لیسانس په کچه د فراغت سندونه تر لاسه کړل."

د ملي اردو ښځینه منسوبینو د ظرفیت لوړولو په موخه د ملي دفاع وزارت د رهبرئ هڅې روانې دي او ټاکل شوې چې په راتلونکي کې به د ۱۰۰ تنو پوځي ښځینوو لپاره د ماسټرۍ پروګرام هم پیل شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته