د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه (۱۲۰۰) تنه مجاهدین فارغ شول

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۲۱:۰
د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه (۱۲۰۰) تنه مجاهدین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د سرتیرو بنسټیزو زده کړو له ښوونځي (۱۲۰۰) تنه مجاهدین له درې نیم میاشتني پوځي، نظري او مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د ا.ا.ا د کابینې غړو، د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري فصیح الدین "فطرت"، او د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر رئیسانو، مسؤلینو، مشرانو او منسوبینو ګډون درلود.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد "ندیم" یادو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ په وینا کې وویل: تاسو باید په پوره اخلاص او صداقت سره ددغه اسلامي نظام او ولس خدمت وکړئ، په هر کار کې له صبر او استقامت څخه کار واخلئ او ټول توکل مو باید یوازې په الله ج وي، د خپلو مسلکي زده کړو ترڅنګ په عقیدوي زده کړو ځان سمبال کړئ

او همدا راز یې زیاته کړه، چې د حق په مقابل کې له هیچا څخه مه ویریږئ، د حق طرفدار اوسئ او د خپل امیر هر فرمان ته متوجې اوسئ.

ورته مهال د وسلوال پوځ لوی درستیز پخپلو خبر کې وویل: د ا.ا.ا او ملي دفاع وزارت رهبري یوې منظمې او ژمنې اردو جوړولو ته ژمن دي، موږ هڅه کوو چې یوه داسې منظمه اردو جوړه کړو ترڅو د هیواد له سرحداتو او ملي حاکمیت څخه دفاع وکړي، زموږ له اردو جوړولو څخه هدف جنګ نه بلکې د ولس خدمت او هیواد څخه دفاع ده چې زموږ پوځ دا ازموینه ورکړې ده او هر ډول ایثار او قربانۍ ته چمتو ده.

همدارنګه یې زیاته کړه چې په تېر شل کلن جهاد کې اسلامي امارت نړۍ ته دا وښودله چې هیڅ یو بهرنۍ نشي کولای زموږ په هیواد کې خپل شوم اهداف عملي کړي او هېچا ته دا اجازه نه ورکوي چې دلته خپل اهداف عملي کړي.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې یادو فارغ شویو مجاهدینو په نوموړي قوماندانۍ کې عملي تطبیقات هم ترسره کړل او یاده ښوونځي د تیر کال په پرتله تر نهه زره مجاهدینو د فراغت ضرفیت لري. 

په پای کې فارغ شویو مجاهدینو خپل پوځي نمایشات او نظامي زده کړې په عملي ډول وړاندې کړې او د لوژ له مخې په عالي نظم د مسؤلینو په وړاندې تیر شول او خپل ستاینلیکونه یې د مسؤلینو په لاس ترلاسه کړل.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۹:۵۶
Background image

د هیواد په شمال کې د وروستیو سېلابونو راوتلو په اړه د وسلوال پوځ لوی درستیز د تسلیت پیغام!

په ډیر تأسف سره خبر شولو چې تیره جمعه د هیواد په شمال بغلان، غور، تخار، بدخشان او هرات ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو راوتلو له امله زموږ ګڼ شمېر هیوادوال شهیدان، ټپیان او بې کوره شوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۲۱:۳۸
Background image

د ملي دفاع سرپرست په کابل کې د آذربایجان له سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د آذربایجان هیواد د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام "محمدوف" سره  پخپل کاري په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي. . .

بېرته خبرونه ته