د افغانستان لپاره د سره سلیب نړيوالې کميټې له مرستیالې سره د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال لیدنه
ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود"میاخیل " د افغانستان لپاره د سره سلیب نړيوالې کميټې مرستیالې میرمن بتریس" اوچسلي " سره نن د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال، د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ټپيانو د درملنې او ليږد په برخه کې ددغه مرستندویه بنسټ له همکاریو مننه وکړه، وویل: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د جګړې په ډګر کې د بشري حقونو او جنګي قوانینو رعایتولو ته ژمن دي، د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوی او د جګړې له قربانیانو سره مرسته هغه اصل دی چې مونږ یې تل رعایتوو.
همداراز د افغانستان لپاره د سره سلیب نړيوالې کميټې مرستیالې له ملي دفاع وزارت سره د همکاریو پر دوام ټینګار ورکړ، وویل: د افغانستان لپاره د سره سلیب نړيوالې کميټه د افغانستان ملي دفاع وزارت سره یو ځای د جګړې شهیدانو او د ټپيانو لیږد، د ټپیانو د درملنې ، د دفاعي او امنیتي ځواکونو معلولو سرتیرو ته د بدن د مصنوعي غړو جوړول او د جنګي قوانینو او بشري حقونو په برخو کې روزنیزې برنامې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې ملي دفاع وزارت تل له مرستندویه نړیوالو بنسټونو سره ښه همغږي او هراړخیزه همکاري لري.