د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت او د ايران اسلامي جمهوريت د پلاوو ترمنځ د دواړو هېوادونو د سرحدي مسايلو د حل په موخه د رسمي خبرو پيل

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت او د ايران اسلامي جمهوريت د پلاوو ترمنځ د مخکينۍ توافقنامې مطابق، د دواړو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ د هرات ولايت دوغارون او په يو شمير نورو سرحدي کرښو کې د جګړو، ترينګلتياوو او ستونزو د هواري په موخه، تېره ورځ د واړو پلاوو ترمنځ د ايران هېواد په «تايباد» کې وليدل او په لاندې مسايلو يې خبرې پيل کړې.
-په دې ليدنه کې دواړو پلاوو د اختلافي مسايلو د اصل او ترينګلتياوو د بياځلې تکرار په مخنيوي خبرې او په لاندې مواردو هوکړه وکړه.
د دواړو لوريو په سرحدي کنډکونو کې د معينانو په توګه د کسانو پيژندنه؛ -
د دواړو سرحدي کنډکونو ترمنځ د اړيکو او همغږۍ شتون؛ -
په راتلونکي کې د ترينګلتياوو مخنیوی او د مذاکراتو له لارې د ستونزو حل؛-
تر ۳ نورو جلسو پورې د ناستو پر دوام ټينګار؛ د دې ناستې په دوام،د دواړو هېوادونو د امنيت د ټينګښت له پاره دوه اړخيزه همکاري؛ د سرحدونو لا خونديتوب، د انساني قاچاق او نشه یي توکو مخنيوی او په بلا عوضه همکاريو بحثونه او خبرې وشوې.
د افغانستان اسلامي امارت د دغه خبرو مشرتوب د وسلوال پوځ لوی درستیز د ارکان رييس ښاغلي شبير احمد «عثماني» او د ايران اسلامي جمهوريت له لوري د ياد هېواد د وسلوال پوځ د لوی درستیز مرستیال ښاغلي قاسم «رضايي» په غاړه درلود.