د اسلامي ارزښتونو او د اساسي قانون ساتنه ترټولو سپیڅلې دنده ده چې د ملي اردو ځواکونو له لوري ترسره کیږي

s.mohmand
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۱۴:۲۹
د اسلامي ارزښتونو او د اساسي قانون ساتنه ترټولو سپیڅلې دنده ده چې د ملي اردو ځواکونو له لوري ترسره کیږي

د اساسي قانون د پلي کیدو اوولسمه کلیزه د ملي دفاع وزارت کې ولمانځل شوه.

په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود "میاخیل"، د لوي څارنوالۍ مرستیال غلام حیدر "علامه"، د اساسي قانون د پلي کیدو د څارنې کمیسیون مرستیال ډاکټر عبدالله "شفاهي" او د ملي دفاع وزارت رییسانو، جنرالانو او افسرانو ګډون درلود.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د افغانستان د اساسي قانون د پلي کولو په موخه د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو له سرښندنو او قربانیو څخه د ستاینې او قدرداني تر څنګ وویل: " د اساسي قانون پلي کیدو ته پاملرنه او د قانون په رڼا کې د چارو تر سره کیدل د ملي دفاع وزارت رهبرۍ له لومړیتوبونو څخه دي".

د ملي دفاع وزارت د حقوقو چارو رییس وویل: " د اساسي قانون او په هېواد کې د نورو نافذه قوانینو له پلي کیدو څخه په ملي دفاع وزارت کې په کوټلې توګه څارنه کیږي".

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون سرپرست وویل: د افغانستان اسلامي جمهوريت اساسي قانون په اسلامي هېوادونو کې ترټولو جامع، مډرنه او اسلامي قانون دی چې د دې قانون ساتونکي دهېواد اتلان دفاعي او امنیتي ځواکونه دي او ترټولو پاکه او سپېڅلې دنده ده چې امنیتي ځواکونه یې ترسره کوي.

همدا راز د لويې څارنوالۍ مرستیال په خپله وینا کې وویل: " زموږ د اساسي قانون بنسټیز ارزښتونه په مطلقه توګه د اسلام سپیڅلي دین سره بشپړه همغږي لري؛ د وګړو حقوق او وجایب په دې قانون کې د اسلامي سپارښتنو پر بنسټ پیژندل شوي دي، نو له دې کبله هغه ځواکونه چې له دې قانون څخه ساتنه کوي د دوې لاسونه یې د ښکلولو دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته