امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه لیدنه وکړه 

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۱:۱۶
امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه لیدنه وکړه 

شیخ الحدیث والتفسیر امیرالمؤمنین هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د ۲۱۵ عزم قول اردو ته د سفر په ترڅ کې د يادې قول اردو د مېشتو قطعاتو او جزوتامونو څخه ليدنه وکړه.

 د دغه سفر په ترڅ کې امير المؤمنين د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان  ملا شراف الدين تقي او مجاهدينو سره په يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او د مجاهدينو يې د خاورې په ساتنه او امنيت د ټينګښت په برخه کې د هڅو ستاينه وکړه.

اميرالمؤمنين مجاهدينو ته د لا بيدارۍ او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع په برخه کې کلک ټينګار وکړ او له ټولو يې وغوښتل چې ولس سره د خدمت کولو په برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړي.

همداراز اميرالمؤمنين د مجاهدينو د ستونزو او وړاندیزونو اورېدو سربېره هغوی ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او مجاهدينو ته يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ .

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته