د ٢٠٥ البدر قول اردو په ابودجانه لواء کې  سلګونه میله وسلې ترمیم شوې

s.mohmand

د ٢٠٥ البدر قول اردو اړوند دریمې پلې ابودجانه لواء د پنځم اکمالاتي کنډک د وسلو ورکشاپ کې د تخنيکي او مسلکي پرسونل له لوري د تېر يو کال په جریان کې ۶۰۰ میله سپکې او درنې وسلې چي د تیرې ادارې پر مهال تخريب شوې وې؛ بيا ځلي ترمیم او ګټي اخیستني ته چمتو شوې.

په ترمیم شوو وسلو ڪې ۴ میله دوميله، ۹۰ميله دهشکې، ۸ميله زيکويک، ۸۰ ضربه توپونه، ۲۰۰ میله پیکا او ګڼ شمېر نورې وسلې شاملې دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په یاد ورکشاپ کې زرګونه میله سپکې او درنې وسلې ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې دي.