د اپراسیون ریاست له لوري د سرحدي همغږۍ مرکزونو د منسوبینو د ظرفیت لوړونې په پار پیل شوی سیمینار پای ته ورسېد
د ستردرستیز اپراسیون ریاست د سرحدي همغږۍ معاونیت له لوري د سرحدي همغږۍ مرکزونو د منسوبینو د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار چې د ملي دفاع وزارت په مقر کې پیل شوی وو، نن د اپراسیون ریاست لومړي مرستیال مولوي حبیب الله "حبیب" او د یاد ریاست نورو مرستیالانو په حضور کې پای ته ورسېد.
دغه سیمینار کې منسوبینو ته د سرحدي سیمو په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل شول، ترڅو خپل مسؤلیتونه په ښه او مسلکي ډول مخته یوسي؛ یاد سیمینار په دُعایه کلام سره پای ته ورسېد.