د ملي دفاع وزارت د قرارګاه د منسوبينو لپاره اصلاحي درس وړاندې شو
د ملي دفاع وزارت اړوند د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف ریاست له لوري د وزارت د قرارګاه منسوبینو او مجاهدینو لپاره اصلاحي درس د وزارت په مقر کې وړاندې شو.
علماء کرامو د ځان د اصلاح او مسؤليت په اړه هر اړخيزې ويناوې وکړې؛ د یادولو وړ ده چي دغه درس کې د قرارګاه ټولو منسوبینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.