د ٢٠١ خالید بن ولید قول اردو د بیدارو منسوبینو له لوري ۳۳ ميله سپکې او درنې وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شول
د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د کشف او استخباراتو مديريت له لوري د کشفي راپورونو پر اساس د ختيځ زون په بېلابېلو سيمو کې د یو لړ تصفيوي عملياتو په ترڅ کې ۳۳ميله سپکې او درنې وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شول.
په یادو نیول شوو وسلو او مهماتو کې پيکاوې، کلاشينکوفونه، ام ۱۶، ام ۴، تفنګچې، نارنجک او راکټونه شامل دي؛ همدارنګه د مزايلو دوې دستګاوې، ۷ کړۍ لاسي بمونه ۶۴۰ فيره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ شاملې دي شي.
ورته مهال امنيتي او دفاعي مسؤلين ټولو ولسونو ته غږ کوي که هر چا سره د بيت المال اړوند وسلې، وسايط او تجهيزات شتون ولري پخپله خوښه دې مسؤلينو ته وسپاري، چې د سرغړونې په صورت کې پرې عمليات ترسره او د شکايت حق نه لري.