د تامیناتو، تکنالوژي او لوژستیک معین د ٢٢١ شهید آفتاب رح فرقې څخه لیدنه وکړه

web_admin

د ملي دفاع وزارت د تامیناتو، تکنالوژي او لوژستیک معین ملا عبدالله "حاجي بشیر" په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت استازي محمد شاه "رحیمي" او ورسره مل پلاوي یې ملتیا کوله د ٢٢١ شهید آفتاب (رح)  فرقې څخه ليدنه وکړه.

د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې درستیزوال مولوي ثناء الله "سنګین فاتح" پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د فرقې اړوند لاسته راوړنو او کړنو په اړه پلاوي ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.