د ریاست الوزراء د دفتر رئیس د شهید سردار محمد داود خان روغتون بستر شویو ناروغانو څخه کتنه وکړه

web_admin

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر رئیس الحاج ډاکټر عبدالواسع "خادم" په داسې حال کې چې د ستردرستیز د صحي چارو قومانداني قوماندان ډاکټر محمد طاهر "احرار" یې ملتيا کوله په شهید سردار محمد داود خان روغتون کې د بستر شویو ناروغانو څخه کتنه وکړه.

د ریاست الوزراء د دفتر رئیس د بستر شویو ناروغانو سره د کوچني اختر مبارکي وویله او د لوی خدای "ج" له درباره څخه یې د دوی لپاره د عاجلې شفاء غوښتنه وکړه او ورسره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم وکړه.

همداراز د رياست الوزراء د دفتر رئيس د ستر درستیز د صحي چارو قوماندانۍ د پرسونل د نه ستړي کېدونکو هڅو ستاینه وکړه او له مسؤلینو او ډاکټرانو یې وغوښتل چې د ناروغانو د روغتیايي ستونزو په حل کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.