١٧٠ تنه ځوان منسوبین د حضرت ابو دجانه بن خرشه "رض" د قوماندانیت او قرارګاهي له اکاډمۍ څخه فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ييزو قل اردوګانو ( ١٧٠ ) تنه ځوان منسوبين د حضرت ابو عبیده بن جراح " رض " ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابو دجانه بن خرشه " رض" د قوماندانیت او قرارګاهي اکاډمۍ د عربي ، ترکي ، او انګلیسي ژبې ٩ میاشتني کورس څخه ١١٦ تنه او د اوپراتيفي ٦ میاشتني کورس څخه ٥٤ تنه ځوان منسوبین د مسلکي او نظامي زده کړو د تر لاسه کولو څخه وروسته نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په غونډه کې د ملي دفاع وزارت د پرسونل او تعليماتو معينيت مرستیال مولوي بازمحمد "حمیدي" د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي محمد هاشم "حذیفه" او ګڼ شمېر مسئولینو، مجاهدینو او استادانو ګډون کړی وو.
مسئولینو نویو فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ د هغوی د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې په خپلو تر لاسه کړو زده کړو بسنه مکوئ نور هم کوښښ وکړئ په هره برخه کې زده کړې وکړئ او مهارتونه تر لاسه کړئ تر څو خپل اسلامي نظام او خپل ؤلس ته د خدمت جوګه شئ، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.