د ۳۱۳ مرکزي قول اردو ښوونې او روزنې مديريت څخه ۲۵۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري د ډله ییزو زده کړو له درېیمې دوه نیم میاشتنۍ دورې څخه ۲۵۰ تنه ځوان منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یادو مراسمو کې د قول اردو مرستيال ملا محمد حافظ "مجاهد" سربېره ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود. ملا محمد حافظ "مجاهد" په خپلو خبرو کې د اعداد په اهمیت ټینګار وکړ او ځوان منسوبین يې د زده کړو دوام، مسؤلیتونو ته د پاملرنې، ولس سره همکارۍ او ښې رویې ته راوبلل؛ نوموړي زياته کړه:«تر دې دمه تاسې د دغو درسونو تمریناتي پړاوونه وهلي، خو اوس تاسې عملاً ټولنې ته د خدمت یو لوی مسؤلیت درسپارل کېږي.

باید تل ویښ، بیداره او ځیرک واوسئ په پوره مېړانې او مهارت سره د خپلو ولسونو او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه په کلک او ايماني عزم به ساتنه کوئ».

په پای کې فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی وښود او مراسم د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.