د ۲۰۳ منصوري قول اردو د نظامي او عقیدوي زده کړو څخه ۶۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۳ منصوري قول اردو په لومړۍ پلې لواء کې ۶۰۰ تنه ځوان منسوبین د درې مياشتنيو نظامي مسلکي او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول.
په ياد فراغت غونډه کې د خوست والي مولوي عبدالقيوم "روحاني" د قول اردو درستيزوال مولوي عبدالعلي "جهادیار"، د عبدالله ابن مسعود رضي د جګړه ییزو زده کړو قوماندانۍ قوماندان ترڅنګ ګڼ شمېر د ملکي او نظامي اداراتو استازو، علماء کرامو ګډون کړی وو.
د دغه مراسمو ویناوالو د یوه اسلامي او شرعي نظام د نفاذ او پایښت لپاره د ملي اسلامي اردو د جوړښت لپاره د نظامي، مسلکي او عقیدوي زده کړو په ارزښت په تفصیل سره خبرې وکړې؛ په پای کې نویو فارغ شویو ځوان منسوبینو د نمایشونو اجرا کولو وروسته د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی وښود.