د ستر درستیز انجينري ریاست په ګرځنده او ثابتو ورکشاپونو کې ٣٢٥ عرادې بېلابېل ډول لوی او واړه پوځي وسایط ترمیم شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز انجينري ریاست د مسلکي ټیمونو د پرلپسې هڅو په لړ کې په تیرو څو میاشتو کې په سیمیزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو کې ۳۲۵ عرادې بېلابېل ډول لوی او واړه پوځي وسایط په بنسټیز ډول ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.

دا په داسې حال کې ده چې له فتحې مخکې هر ډول پوځي وسایط د NMS کمپنۍ له خوا ترمیم کیدل، خو اوس مهال د انجينري ریاست له لوري د مسلکي ټیمونو او مجهزو ورکشاپونو په ایجادولو سره هر ډول پوځي وسایط ترمیم کیږي.