دننګرهار ولایت ته د ملي دفاع سرپرست وزیر سفر

zia_omid
Tue, Mar 26 2019 9:54 PM
گزارش سفر سرپرست وزارت دفاع ملی به ولایت ننگرهار!

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په داسې حال کې، چې د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال سکاټ مېلر او د کورنیو چارو سترامنیتي معیین جنرال خوشحال سادات هم ور سره وو د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د څیړلو په موخه  یاد ولایت ته سفر وکړ.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د هغه امنیتي غونډې په ترڅ کې، چې د ننګرهار ولایت والي شاه محمود میاخیل او د یاد ولایت د ولایتي شورا رئیس هم ګډون کړی و، په یاد ولایت کې د میشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د قومندانانو د امنیتي ګزارشونو په اوریدلو سره زیاته کړه، د ننګرهار ولایت امنیتي وضعیت د تېر په پرتله ښه شوی، خو دا په دې معنا نه ده، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له پامه وتلې وي، دښمن په دې لټه کې دی، چې د سولې د پروسې پاره د امتیاز اخستلو په موخه  د هیواد په یو شمیر سیمو کې امنیتي ننګونې را منځ  ته کوي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د ننګرهار ولایت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، چې د دښمن د تهدیدونو پر وړاندې بشپړ چمتو والی ولري. ښاغلي خالد د ښمن د شومو پلانونو د شنډولو او په یاد ولایت کې د امنیتي ننګونو د له منځه وړلو په تړاو د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ په کلکې همغږۍ ټینګار وکړ.

همداراز د ملي دفاع سرپرست وزیر د ننګرهار ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو قومندانو ته په خبرو کې وویل، بې له دې، چې د مرکز اوامرو ته په تمه پاتې شئ، تاسو دا صلاحیت لرئ، چې د دښمن د تهدیدونو پر وړاندې پوځي عملیات تر سره کړئ.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د جنګ له لیکو څخه د افغان پوځ د شهیدانو او ټپیانو د لیږد مسله خپل کاري لومړیتوب وباله او د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې  د ټولو امکاناتو نه دې کار واخستل شې  تر سو د افغان ځواکونو ټپیان دجګړې له میدان نه  روغټیایي مرکزونو ته  ولیږدول شي او د شهیدان دې په دير احترام سره د هغوي محترمو کورنیو ته وسپارل شي.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 4:41 PM
Background image

Acting Minister of National Defense Meets with Uzbekistan’s Delegation

Alhaj Mullah Mohammad Yaqoob Mujahid, Acting Minister of National Defense, held a meeting in his office today with General Kurbannov Bakhodir, Head of Uzbekistan’s Intelligence Agency,. . .

Sun, Jan 26 2025 6:10 PM
Background image

The Acting Minister of National Defense Met with The Iranian Foreign Minister and his Accompanying Delegation

Mawlawi Mohammad Yaqoob “Mujahid,” Acting Minister of National Defense, hosted Iranian Foreign Minister Sayed Abbas Araghchi along with his delegation in his office today.

During the. . .

Thu, Jan 23 2025 3:44 PM
Background image

The Deputy Ambassador of Qatar met with the Defense Minister of the Islamic Emirate of Afghanistan.

Mawlawi Mohammad Yaqoob "Mujahid" Minister of National Defense of the IEA, received the Deputy Ambassador of Qatar, Mr. Murdaf al-Qashouti, at his office in Kabul today.

He appreciated. . .

BACK TO NEWS