دننګرهار ولایت ته د ملي دفاع سرپرست وزیر سفر

zia_omid
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۶ - ۲۱:۵۴
گزارش سفر سرپرست وزارت دفاع ملی به ولایت ننگرهار!

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په داسې حال کې، چې د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال سکاټ مېلر او د کورنیو چارو سترامنیتي معیین جنرال خوشحال سادات هم ور سره وو د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د څیړلو په موخه  یاد ولایت ته سفر وکړ.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د هغه امنیتي غونډې په ترڅ کې، چې د ننګرهار ولایت والي شاه محمود میاخیل او د یاد ولایت د ولایتي شورا رئیس هم ګډون کړی و، په یاد ولایت کې د میشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د قومندانانو د امنیتي ګزارشونو په اوریدلو سره زیاته کړه، د ننګرهار ولایت امنیتي وضعیت د تېر په پرتله ښه شوی، خو دا په دې معنا نه ده، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له پامه وتلې وي، دښمن په دې لټه کې دی، چې د سولې د پروسې پاره د امتیاز اخستلو په موخه  د هیواد په یو شمیر سیمو کې امنیتي ننګونې را منځ  ته کوي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د ننګرهار ولایت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، چې د دښمن د تهدیدونو پر وړاندې بشپړ چمتو والی ولري. ښاغلي خالد د ښمن د شومو پلانونو د شنډولو او په یاد ولایت کې د امنیتي ننګونو د له منځه وړلو په تړاو د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ په کلکې همغږۍ ټینګار وکړ.

همداراز د ملي دفاع سرپرست وزیر د ننګرهار ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو قومندانو ته په خبرو کې وویل، بې له دې، چې د مرکز اوامرو ته په تمه پاتې شئ، تاسو دا صلاحیت لرئ، چې د دښمن د تهدیدونو پر وړاندې پوځي عملیات تر سره کړئ.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د جنګ له لیکو څخه د افغان پوځ د شهیدانو او ټپیانو د لیږد مسله خپل کاري لومړیتوب وباله او د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې  د ټولو امکاناتو نه دې کار واخستل شې  تر سو د افغان ځواکونو ټپیان دجګړې له میدان نه  روغټیایي مرکزونو ته  ولیږدول شي او د شهیدان دې په دير احترام سره د هغوي محترمو کورنیو ته وسپارل شي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۸:۳۴
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد د آسټراليا د فاع وزير سره وکتل

دافغانستان د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد، د آسټراليا هيواد له دفاع وزيرې ميرمن...

چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۹ - ۲۳:۴۵
Background image

په غزني ولایت کې د ترهګریز برید له ټپیانو سره د ملي دفاع وزارت سرپرست لیدنه

دملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو لوی مرستیال...

یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د غزني ولایت د ځانمرګي برید د پیښې ټپیانو سره د ملي دفاع وزارت بیړنۍ مرستې

د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په لارښوونې سره سم د ملي اردو ځواکونه او د ملي اردو ډاکتران د یادې پیښې ټپیانو سره...

بېرته خبرونه ته