افغان پوځي د روسیې د ( البروس د غرختنې) سيالۍ کې لومړی مقام خپل کړ

web_admin

  
د پوځي سپورت نړیوالې شورا له لوري د سولې لپاره د البروس د غر ختنې سیالۍ کې چې ۱۳ هیوادونو افغانستان، برازیل، ارمنستان، هند، اردون، عراق، ایران، چین، منګولیا، نامیبیا،  عمان، ایکوادور او روسیې ۵۰ تنه استازو پکې ګډون کړی وو، د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اړوند یو تن پوځي مجاهد استاد محمد هارون "یاسر" لومړۍ مقام خپل کړ.
 
 د غر ختنې یادې سیالۍ د روان میلادي کال د جولاي په شلمه پيل او د جولاي په  ۲۵ مه پای ته ورسیدې چې ګډون کوونکو پوځیانو د قفقاز غرونو البروس نومې څوکې ته چې د اروپا د بام په نوم هم یادیږي او د بحر له سطحې څخه (٥٦٤٢) متره لوړه ده په ختلو سره سیالي وکړه.
 
د يادونې وړ ده چې افغان غر ختونکي مجاهد استاد یاسر د اتلولۍ تر خپلولو وروسته خپل روسي سیال د اسلام په مبارک دین هم مشرف کړ او د البروس په لوړه څوکه یې د اسلام سپيڅلي دین مبارکه کلمه وویله.