په تخار کې د وسلو او مهماتو يوه ډيپو کشف شوه
د ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت عبیده بن جراح (رض) دوهمې پلې لوا منسوبینو د کشفي را پورونو له مخې، د وسلو او مهماتو یوه ډیپو د تخار ولایت د ګنجلي بیک په سیمه کې کشف او ترلاسه شوې ده.
په دغو وسلو کې 1 میل (SPG9)، 1 میل (PKM)،1 میل (M4) د 20 مرمیو سره، 1 روسي نارنجک انداز، 3 امریکایی لاسي بمونه او ډول ډول مهمات شامل دي.