په بدخشان کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري په پنځه زره جریبه ځمکه د کوکنارو کښت له منځه یوړل شو

web_admin

د بدخشان ولایت په ارګو او داریم ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د ګډو عملیاتو په پایله کې له پیل څخه تر اوسه څه د پاسه پنځه زره جریبه ځمکه د کوکنارو کښت تخریب او له منځه یوړل شو.

په همدې حال کې، د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د لومړۍ پیاده، دوهمې او اتمې سرحدي لواګانو منسوبین ډاډ ورکوي چې د کوکنارو د له منځه وړلو بهیر ته به تر هغو دوام ورکړي تر څو په بشپړ ډول له منځه تللي نه وي.