د ۲۱۷ عمري قول اردو منسوبینو په سيلابونو کې بند پاتې هیوادوال وژغورل

web_admin

د بغلان ولايت مرکز چهارشنبه تيپه د جرخوشک په سیمه کې د ۲۱۷ عمري قول اردو منسوبینو په سېلابونو کې بند پاتې هیوادوال چې پکې ښځې او ماشومان شامل وو، وژغورل.

همدارنګه د يادې قول اردو قرارګاه او جزوتامونو تـــه دنده سپارل شوې، چې په سېلابونو کې بند پاتې هېوادوال او وسایط د شته امکاناتو نه په استفادې سره وژغوري، د يادې قول اردو د انجنيري کنډک او حمایوي پرسونل په بشپړ ډول آماده او په متضرر سيمو کې په کارو بوخت دي.