د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د منسوبينو له لوري بېلابېل ډول وسلې کشف او ترلاسه شوې
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د کشف او استخباراتو زړورو منسوبينو له لوري د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې چې د کابل ولایت شپږمې حوزې اړوند سیمه کې یې ترسره کړل بېلابېل ډول وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شول.
په دغو وسلو کې ٢ ميله کلاشينکوف، ١٨ حلقې لاسې بمونه، ٧ دانې د لاسې بم پټاقۍ، یوه پایه آی کم مخابره، ٣ دانې دودي پشنګان، یو عدد د کلاشینکوف شاجور سره له ۳۰ فیره مرمیو شامل وو.