د حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) د حربي ښوونځي قوماندانۍ خبرتیا!
د حضرت سعد بن وقاص (رض) د حربي ښوونځي قومانداني د (۱۴۰۳) ه .ق ښوونیز کال لپاره (۲۰۰) تنه داوطلبان د هېواد له (۳۴) ولایتونو څخه یاد ښوونځي ته مني.
د نوم لیکنې شرایط:
1- د پوهنې وزارت له نهمو ټولګيو څخه هغه فارغ زده کوونکي، چې کلنۍ ازموینه یې په بریالیتوب سرته رسولي وي او د ازمویینې تصدیق له ځانه سره ولري، د حربي ښوونځي لسم ټولګي ته مني.
2- د دیني رسمي مدرسو د پنځمې درجې هغه فارغان، چې سند یې د اړوند ولایت د پوهنې ریاست له خوا تایید شوی وي او د لیک لوست بشپړه وړتیا ولري.
3- د داوطلبانو عمر له (۱۶ څخه تر ۱۸) کلونو پورې وي، د تابعیت اصلي پیژند پاڼه له ځان سره ولري، د بشپړې روغتیا خاوند او مجرد وي، په نشه یي توکو روږدی نه وي، په سیاسي او جنایي جرمونو تورن نه وي، ډسپلین منونکی وي، د حربي ښوونځي ټول قوانین په ځان پلي کوونکی او د نمرو سلنه يې له ۷۰ څخه کمه نه وي.
4- داوطلبان له (۴) رنګه انځورونو سره د روان کال د (سلواغې) میاشتې له (۲۵) نېټې څخه د نوم لیکنې لپاره اړوندو ولایتونو د جلب او جذب قوماندانیتونو ته ورشي.
د لا زیاتو مالوماتو لپاره په لاندې شمیرو اړیکه ونیسئ.
0202648081-0202648083