د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ روغتون کې اصلاح سوء عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول
د شهید سردارمحمد داود خان په ۴۰۰بستریز روغتون د ارتوپیدي په څانګه کې د پروفیسور ډاکټر عبدالولي "احمدزي" تر مشری لاندې د مجربو او متخصصو ډاکټرانو له لوري د یو څلور کلن ماشوم اصلاح سوء بریالي عملیات تر سره شول.
د دغه ماشوم راسته پښه چې درې میاشتې مخکې د پروفیسور عبدالولي"احمدزي" په سرپرستۍ کې د یاد ټیم له لوري عملیات تر سره کړي وو اوس مهال یې د چپې پښې عملیات تر سره شول.
د یادونې وړ ده چې ډاکټرانو د یاد ماشوم صحت د ډاډ وړ بللی او کولی شې چې نورمال ژوند ته دوام ورکړي.
د شهید سردار محمد داودخان ۴۰۰ بستریز روغتون د جراحي عملیاتو ټیم تر دې مخکې هم داسې بیلابیل ډول پیچلي عملیات په بریالیتوب سره تر سره کړي دي.