د حضرت عبدالله ابن مسعود رض دجګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه۹۶تنه مجاهدین فارغ شول

web_admin

د حضرت عبدالله ابن مسعود رض دجګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ملي دفاع وزارت د بېلابیلو قطعاتو او جزوتامونو۹۶تنه مجاهدین دجګړه ایزو ملاتړ،ځانګړو وړتیاوو او جګړه ایزو تامینانو ښوونځيو له مسلکي کورسونو څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په غونډه کې د یادې قوماندانۍ قوماندان مولوي محمد هاشم «حذیفه» د ښوونځیو قوماندانانو او ګن شمیر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسؤلینو فارغ شوي مجاهدین راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او زیاته یې کړه: چې له ترلاسه کړو زده کړو څخه د اسلامي نظام د تحکیم او د ولسونو د بشپړ امنیت په برخه کې ګټه پورته کړئ، په ټولو شرعي امورو کې د خپل امیر کامل اطاعت وکړئ.

همدا راز یادو فارغانو ډاډ ورکړ چې د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتو یو، مراسم د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.