په پروان ولایت کې دوه عراده امریکایي کرنګ کشف او ضبط شول
د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د شهید آفتاب (رح) فرقې د کشف او استخباراتو مدیریت منسوبینو د یو لړ کشفي راپورونو په اساس د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه عراده مختلف النوع امریکایي کرنګ موټر کشف او ضبط کړل.
دغه وسایط چې د فتحې په لومړیو ورځو کې د بګرام له هوایي ډګر څخه ویستل شوي وو، د کشف وروسته یادې فرقې ته انتقال شول.