خبرتیا

s.mohmand

 
د ملي دفاع وزارت د حربي ښوونځي قوماندانۍ د ۱۴۰۲ ښوونیز کال لپاره د پوهنې وزارت د نهم ټولکیو (دولتي او خصوصي) ملکي لېسو او د دیني مدارسو پنځمه درجه فارغان (چې په لیک او لوست سره سل سلنه بلدتیا ولري او د پنځمې درجې سند یې د اړوندې مدرسې او پوهنې ریاست تائید ولري) هغه ټولو فارغ او داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، یاده ښوونځي يې د لسم ټولګي لپاره په لاندې شرایطو جذبوي:
۱ د داوطلب عمر د (۱۵-۱۷) کالو کې وي.
۲ د تابعیت اصلي پیژند پاڼه ولري.
۳ د ښې روغتیا او لوړ قد خاوند وي.
۴ چې د نمرو اوسط یې له ۷۰ سلنې کم نه وي.
۵ د نهم ټولګي د فراغت سند ولري.
۶ د دیني مدارسو طالبان (د پنځمې درجې سند د اړوند ولایت د پوهنې ریاست او خپلې مدرسې تائید ولري).
۷ د نهم ټولګي د فراغت سند یې د اړوند ولایت د پوهنې ریات تائید ولري.
۸ تضمین خط يې د یو دولتي مامور تائید ولري.

پورته شرایط لرونکي کولای شي چې (د کب ۲۳ څخه د وري تر ۳ یمې) نیټې پورې د خپل تابعیت تذکرې، څلور قطعې رنګه انځورونو او د نهم ټولګي د فراغت اسنادو سره اړوندو ولایتونو کې د ملي اسلامي اردو د جلب او جذب قوماندانیو ته د نوم لیکنې لپاره ورشي.
نوټ: ازموینه د پورته ټولو شرایطو لپاره اخیستل کیږي.
د زیاتو معلوماتو لپاره د ملي دفاع وزارت رسمي ویب سايټ او یا د اړیکو لاندې شمېرو سره تماس ونیسئ.

PBX (0202648037)-(0202648036)

Latest announcements

Wed, Oct 14 2020 10:52 AM
Background image

Two ANA Mil Mi-17 helicopters crashed due to technical issues while they were taking off in Nawa district of Helmand province

Two ANA Mil Mi-17 helicopters crashed due to technical issues while they were taking off in Nawa district of Helmand province, around 01:15 AM last night.

Unfortunately, 9 individuals . . .

Sat, Sep 19 2020 8:30 PM
Background image

Ministry of Defense statement on airstrikes in Khan Abad, Kunduz

This morning, Taliban fighters attacked ANDSF positions in "Nikapaye Sayed Ramazan" area of Khan Abad district in Kunduz province. ANDSF intercepted the attack in accordance with . . .

Back to announcements