د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۲۶۲ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۲۶۲ تنه مجاهدین د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له درې میاشتني عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د تعلیماتو او پرسونل معاونیت عقیدتي او فرهنګي مسؤل شیخ خدایداد "مهاجر" په وینا کې یاد فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې ترلاسه شوې مسلکي زده کړې نورو مجاهدینو ته ور زده کړئ؛ او همدا راز د اسلامي نظام د تحکیم لپاره له اخلاص او امانتدارۍ څخه کار واخلئ، ځکه دا اسلامي نظام د زرګونو شهیدانو په قربانيو سره لاسته راغلی ده.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو، مشایخو، علماؤو او مجاهدینو ګډون کړی وو او همدا راز په پای کې یادو فارغانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.