په ۲۰۳ "منصوري" قول اردو کې د توپچي ځواکونو د ظرفیتونو لوړولو پنځه ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

s.mohmand

دغه پنځه ورځنی مسلکي سیمینار چې د ملي دفاع وزارت د توپچي څانګې له خوا د مجاهدینو او توپچي پرسونل د ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی و، نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسید.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز د توپچي رئیس مولوي محمد یعقوب "منصور"، د منصوري قول اردو قومندان مولوي رحمت الله "محمد" او د دې قول اردو یو شمېر مسوولینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

مسوولینو په خپلو خبرو کې وویل، چې د دا ډول سیمینارونو جوړول د ملي دفاع او دفاع وزارت او ستر درستيز د رهبرۍ له تګلارو او موخو څخه دي، چې د توپچي ځواکونو په ګډون د بېلابېلو څانګو د ظرفیتونو د لوړولو او مسلکي کولو په موخه جوړېږي.

د مراسمو په پای کې فارغانو ته تصديق نامې هم ورکړل شوې.