د ملي دفاع پوهنتون لپاره له ۲۵۲ تنه متعلمینو څخه ازموینه واخیستل شوه

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت اړوند ملي دفاع پوهنتون لپاره د حربي ښوونځۍ داوطلبانو متعلمینو څخه نن د کابل په پولي تخنیک پوهنتون کې ازموینه واخیستل شوه.

دغه ازموینه کې د حربي ښوونځي څخه ۲۵۲ تنه متعلیمو نوم لیکنه کړې وه چې د ملي دفاع پوهنتون ته به په دغو کسانو کې ۱۵۰ تنه بریالي کسان جذب شي.

دغه ازموینه په پوره شفافیت سره د پولي تخنیک استادانو او د ملي دفاع پوهنتون مشرتابه په حضور کې واخیستل شوه، چې بریالي کسان به دفاع پوهنتون ته لاره پیدا کوي.