د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍڅخه(۳۳)تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ځانګړو وړتیاوو ښوونځي د جمع نظام له کورس څخه د ملي دفاع وزارت د صحیه قوماندانۍ او بیلابیلو قول اردوگانو ۳۳ تنه مجاهدین د پوځي او عقیدتي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول .

په دې غونډه کې د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي محمد هاشم «حذیفه» د زده کړو مرستیال مفتی محمد اسلم «حقاني»، مجاهدینو او منسوبینو ګډون درلود، د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ مسئولینو فارغ شوي مجاهدین د تصدیق پاڼو په ورکړې سره خپلو راتلونکو مسئولیتونو ته متوجه کړل .