سپناوی!

s.mohmand

له څو ورځو راهیسې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپریږي، چې ګواکې مجاهدينو پنجشیر ولایت کې جنګي اسیرانو وژلي؛ البته په دې اړه چې آیا دا ویډیوګانې نوې دي که پخوانۍ، د پنجشیر ولایت اړوند دي او که نه؛ جدي څېړنې روانې دي.
له پلټنو او څيړنو وروسته که ريښتيا ثابته شي، چې دغه ويډيوګانې نوې دي او په پنجشېر ولايت پورې تړاو لري، خامخا هغه کسان  چې بنديان يې په مرميو ويشتلي  نیول کېږي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.