په ۲۱۵ عزم قول اردو کې د ګڼ شمېر وسایطو او تجهیزاتو ترمیم او فعالول
د ۲۱۵ عزم قول اردو د ضربتي کنډک انجینرۍ ټیم د ګڼ شمېر پوځي وسایطو او تجهیزاتو د ترمیم او فعالولو خبر ورکړ.
په دغو وسایطو کې ۳۵ عرادې هاموې ټانګونه، ۱۵ شابلي موټر، ۲۰ انترنیشنل موټر او ۱ فورکلیف موټر شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه وسايط د فتحې پر مهال ويجاړ شوي وو، چې د ۲۱۵ عزم قول اردو د تجربه لرونکو افسرانو او انجنيرانو د هڅو په پايله کې بېرته فعال شول.
له دغو وسایطو او تجهیزاتو څخه به په سیمه ایزو قطعاتو او جزوتامونو کې کار واخيستل شي.