په ننګرهار کې د سېلاب ځپلو سره د ۲۰۱ "خالد بن ولید" قول اردو بیړنۍ مرستې

s.mohmand

تیره شپه د ۲۰۱ "خالد بن ولید" قول اردو د دریمې لوا مجاهدینو د ننګرهار ولایت چپرهار، روداتو، سره رود او خوګیاڼو ولسوالیو کې له سېلاب ځپلو سره مرستې ته تللي، خلک او د هغوی مالونه یې خوندي ځایونو ته لیږدولي دي.

همدا راز د اسلامي امارت مجاهدینو ته لارښوونه شوې، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د هېوادوالو د ځان او مال ساتنه او له ټپیانو سره بیړنۍ مرستې تر سره کړي.