د ۲۰۵ "البدر" قول اردو له څلورمې لوا څخه د رئیس الوزراء لومړي مرستیال لېدنه

د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني “برادر” ارزګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۵ البدر قول اردو له څلورمې لوا څخه لېدنه وکړه، نوموړي د یادې لوا د مشرتابه او د اسلامي امارت د دفاعي ځواکونو له نورو قوماندانانو سره هم خبرې وکړې.
د رییس الوزرا لومړي مرستیال په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت مجاهدین د کلکې عقیدې، خلکو سره د ښو اخلاقو، مشرانو د امر اطاعت او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع ته وهڅول.