د ملي دفاع سرپرست وزير په قطر کې له مېشتو افغانانو سره وکتل

s.mohmand
Fri, Jul 08 2022 11:46 PM
د ملي دفاع سرپرست وزير په قطر کې له مېشتو افغانانو سره وکتل

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او ور سره مل پلاوي نن مازيګر د خپل رسمي سفر په بهير کې په قطر کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په دوحه کې د افغانستان د سفارت په مقر کې جوړه شوې وه، د ملي دفاع وزارت سرپرست په قطر کې له مېشتو افغانانو وغوښتل، چې یو بل ته لاسونه ور کړي او د خپل هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د افغانستان د خلکو دښمنان قومي، ژبني او مذهبي شخړو ته لمن وهي او غواړي زموږ یووالی له منځه يوسي، نو په دې حالت کې لازمه ده چې یو موټی شو او  پرې نه ږدو، چې هرڅه پیښ شي او زموږ يوالی له منځه یوسي. موږ افغانان بايد تېر هېر کړو او په کلک هوډ سره خپل هېواد ته خدمت وکړو.

 دغه راز د ملي دفاع وزارت سرپرست افغانانو ته د ویزې د ورکړې په تړاو د قطر له امیر سره د خپلې کتنې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د ویزو د ورکړې په برخه کې د افغانانو د ويزو ستونزې د قطر له امیر سره شریکې شوې چې له نېکه مرغه دوی په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 4:41 PM
Background image

Acting Minister of National Defense Meets with Uzbekistan’s Delegation

Alhaj Mullah Mohammad Yaqoob Mujahid, Acting Minister of National Defense, held a meeting in his office today with General Kurbannov Bakhodir, Head of Uzbekistan’s Intelligence Agency,. . .

Sun, Jan 26 2025 6:10 PM
Background image

The Acting Minister of National Defense Met with The Iranian Foreign Minister and his Accompanying Delegation

Mawlawi Mohammad Yaqoob “Mujahid,” Acting Minister of National Defense, hosted Iranian Foreign Minister Sayed Abbas Araghchi along with his delegation in his office today.

During the. . .

Thu, Jan 23 2025 3:44 PM
Background image

The Deputy Ambassador of Qatar met with the Defense Minister of the Islamic Emirate of Afghanistan.

Mawlawi Mohammad Yaqoob "Mujahid" Minister of National Defense of the IEA, received the Deputy Ambassador of Qatar, Mr. Murdaf al-Qashouti, at his office in Kabul today.

He appreciated. . .

BACK TO NEWS