د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو څانګو رئیسانو لومړنۍ غونډه جوړه شوه
د ملي دفاع وزارت د دفتر رئیس مولوي صلاح الدین "خویدم" او د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو څانګو رئیسانو د اداري چارو په غونډه کې ګډون کړی و، د چارو د ښه سمون په موخه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې او خپل نظریات يې له یو بل سره شریک کړه.
د ملي دفاع وزارت د دفتر رييس له ټولو رئیسانو وغوښتل، چې خپلې دندې په ژمنتیا او هوډ ترسره کړي.