د اسلامي امارت د تصفيې کميسيون د فعالیتونو په پایله کې تر ۴۰۰ زیات کسان وپیژندل او شړل شول
د اسلامي امارت د تصفيې کمیسیون سیمه ییزو ارګانونو د دفاعي او امنیتي بنسټونو په همغږۍ رامنځته شوی، موخه يې د مغرضو، سارقينو او نا اهله کسانو پيژندل، چې په مرکز او ولايتونو کې زموږ د هېوادوالو د ځورونې باعث شوي ٶ.
د تصفیې کمیسیون له لورې تر اوسه د ٤٠٠ څخه زیات کسان په نښه، له کاره شړلي او دا بهیر به په پوره دقت او ډيره تيزۍ سره دوام لري.