د هلمند قول اردو له ښوونیز مرکز څخه د اسلامي امارت ۱۰۰ تنه ځانګړي ځواکونه فارغ شول
د هلمند قول اردو ځانګړو ځواکونو قطعاتو له ښوونیز مرکز څخه د اسلامي امارت ۱۰۰ تنه ځانګړي ځواکونه د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته فارغ شول.
د هلمند قول اردو قوماندان مولوي شریف الدین «تقي» د اسلامي امارت د ۱۰۰ تنو ځانګړو ځواکونو د فراغت په مناسبت جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ او د دوی فراغت یې په اوسنیو شرایطو کې یو ارزښتناک ګام وباله.