د لغمان قول اردو قوماندان د ختیځې سرحدي لوا څخه لیدنه وکړه

s.mohmand

د لغمان قول اردو قوماندان مولوي ابودجانه په داسې حال کې چې د اسلامي امارت منسوبینو یې ملیتا کوله، د ختیځ زون سرحدي لوا او د دغې لوا د مسولیت سیمې او د ډیونډ فرضي کرښې اړوند د تورخم ساحې څخه لیدنې تر څنګ، د پوله ساتو ځواکونو پوځي احضاراتو نه یې ارزونه او د سرحداتو د ښه امنیت ټینګښت په اړه یې لازمې لارښوونې وکړي.

همدا راز د افغانستان اسلامي امارت پوله ساتو ځواکونو د خپل بشپړ چمتوالي په تړاو د قول اردو قوماندان ته ډاډ څرګند او د هر ډول هڅو ژمنې یې تر سره کړې.