د مزار د قول اردو مشرتابه شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د دغو ولایتونو امنیتي وضعیت ارزونه وکړه

s.mohmand

د مزار قول اردو قوماندان مولوي عطاء الله "عمري" او د یادې قول اردو مرستیال مولوي امان الدین "بدخشاني" شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ، سمنګان، فاریاب او سرپل ولایتونو له واليانو، لوا ګانو، امنیه قومندانانو او د استخباراتو له رئیسانو سره وکتل.

د دوی وړاندیزونه په اړوندو ولایتونو کې د ستونزو د حل ژمنې ترڅنګ د شمالي ولایتونو خلکو ته د ښه امنیت ډاډ ورکړ.

همدا راز د شمالي ولایتونو مخورو په خپلو سیمو کې دامنیت په ټېنګښت کې داسلامي امارت د مجاهدینو له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه.