جوز جان کې طالبانو د ۳ مخکښو قوماندانانو په ګډون ۵۷ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه، دفاعي امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کونکو د هوايي قواوو په ملاتړ د جوزجان-سرپل په لویه لار او د جوزجان ولایت مرکز اړوند «حسن تابین» سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې طالبانو د ۳ مخکښو قوماندانانو په ګډون، ۵۷ ترهګر ووژل شول او ۱۸ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن ۱ موټر، ۳۵ موټر سایکلونه، یو زیات شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.